رپوټونه وايي، چې په پاکستان کې نن د مشکوکې بې پيلوټه الوتکې د مزاییلو په حمله کې پینځه تنه وژل شوي.
د پاکستان د استخباراتو ادارې ویلي، چې د مزاییلو دا حمله نن د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې پر یوه کور شوې ده.
دا سیمه د پاکستاني طالبانو او د القاعده تروریستي شبکې سره د نورو تړلو ګروپونو د وسله والو پټن ځای بلل کیږي.
په پاکستان کې زیات شمېر مذهبي ډلې، سیاسي ګوندونه او یو شمېر خلک په دې هېواد کې د امریکا د مشکوکو بې پيلوټه الوتکو د حملو مخالفت کوي.
خو امریکايي چارواکي وايي چې دا حملې په سیمه کې د امریکايي ضد وسله والو ډلو د ځپلو لپاره ضروري دي.