نن په سویډن کې د کیمیا په برخه کې د نوبل د جایزې ګټونکي اعلان شي

ټاکل شوې، چې نن د سویډن په مرکز ستاکهلم کې د کیمیا په برخه کې د نوبل د نړېوالې جایزې ګټونکي اعلان شي.

پرون د امریکا او فرانسې دوو تنو ساینس پوهانو د سږکال د فزیک د نوبل جایزه وګټله.

دواړو ته د کوانټم عدسیې په اړه د څيړنو په خاطر جایزه ورکړ شوه .

د سویډن د شاهي اکاډمۍ د ساینس څانګې ویلې چې د دې دواړو ساینس پوهانو د زیار په پایله کې داسې دقیق ساعت جوړیداي شي چې د وخت د ټاکلو لا دقیق معیار به رامنځ ته کړي.

دوی ویلي چې دا تازه تحقیق د کوانټم فزیک په مرسته د ډير چټک سرعت لرونکي کمپیوټر په جوړولو کې هم مرسته کولاي شي.