د امریکا د کانګرس یوه کمیټه پرامنیتي شرایطو د بحث لپاره غونډه کوي

د امریکا د کانګرس یوه کمیټه نن پرهغو امنیتي شرایطو د بحث لپاره غونډه کوي، چې تیره میاشت یې د لیبیا په بن غازي ښارکې د امریکا پر قونسلګرۍ د حملې زمینه برابره کړه.

د سپټمبرپه یولسمه په بن غازي کې د دې حملې په ترڅ کې د لیبیا لپاره د امریکا سفیر او د امریکا د حکومت درې نور مامورین ووژل شول.

امریکايي چارواکو ویلي، چې داسې هیڅ مخکني استخباراتي معلومات نشته، چې څرګنده کړي چې په بن غازي کې د دې حملې پلان د ډيرې مودې څخه د جوړیدو په حال کې وو.

دوي وايي، چې تر حملې مخکې په بن غازي کې د امریکا د دې ادارې شاوخوا ته هیڅ ډول غیر عادي فعالیت نه دی په نښه شوي.