ایساف د هېواد په جنوب کې د طالبانو د یوه قومندان خان محمد وژنه تایید کړه

ایساف ځواکونو د هېواد په جنوب کې د طالبانو د یوه قومندان خان محمد وژنه تایید کړه.

دې ځواکونو نن د یوې خبرپاني په خپرولو سره دا ومنله، چې د طالبانو قومندان خان محمد د شنبې په ورځ په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

یاد قومندان په سیمه کې د بهرنیو او افغان ځواکونو لپاره ریموټ لرونکي ماینونه ښخول .