اوژن: په لویو لارو کې د حق العبور ټولې غرفې به ټولې شي

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي، چې په لویو لارو کې د حق العبور ټولې غرفې به په راتلونکو لسو ورځو کې ټولې شي او د حق العبورچارې به د نوي سیستم پراساس تنظیم شي.

نجیب اله اوژن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د حق العبور اوسنی سیستم زوړ و او همدا علت و، چې دوي یو پرمختللی سیستم د د نوي قانون په چوکاټ کې تنظیم کړ، چې ولسي جرګې منظور کړی او اوس د ولسمشر له خوا توشیح ته اړتیا لري:

(له دې وروسته به د حق العبور پییسې په لویولارو کې مستقیما له نقلیه وسیلو څخه نه اخیستل کیږي بلکه په غیر مستقیم ډول به د هغو تیلو له لارې چې دغه وسیلې یې ټانکې ته اچوي محاسبه کیږي.

په دې سره به په لارو کې د ترافیک پرمخ خنډونه هم لرې شي.)

د فواید عامې وزیر دغه راز وویل، چې په لویو لارو کې د اضافه بار لاریو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره به ډير ژر په ځینو مهمو لارو کې ګرزنده ترازوګانې ځای پرځای کړي او د تخللف په صورت کې به د بار له خاوندانو مستقیما د جریمې پیسې نه اخیستل کیږي بلکه د بانک له خوا به یې تحویلوي، چې په دې سره به د فساد مخه هم ونیول شي.