په افغانستان کې د بشري بحران خبرداری

انګلستان چاپ، ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د نړېوال سره صلیب د هغه راپور په اړه یوه مقاله لیکلې، چې په افغانستان کې د بشري بحران خبرداری ورکوي.

ورځپاڼه لیکي: یو شمېر افغانان وېره لري، چې د طالبانو د پوره نه ماتېدو او داسې یوه حکومت له امله، چې په اداري فساد کې ښکیل دی، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې ممکن کورنۍ جګړې پیل او افغانستان ړنګ شي.

ډیلې ټيلګراف زیاتوي، که چیرې په ۲۰۱۴ کال کې د جمهوري ریاست انتخابات بیا هم د ۲۰۰۹ کال انتخاباتو په څېر له درغلیو او فساد سره تر سره شي، په افغانستان کې به د قانوني بحران د رامنځ ته کیدو له امله د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ بیلتون رامنځته شي.

ورځپاڼې د کارنیګې څېړنېز مرکز د غړي ( Gilles Dorronsoro) ګیلز دورانسورو د تېرې میاشتې خبره راخیستې، چې وايي: له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د کورنۍ جګړې یو بل پړا پیل شي او طالبان ممکن یو ځل بیا صحنې ته شي.

ډيلې ټیلګراف ورځپاڼه د افغان دولتې مقاماتو له خولې لیکي: امریکا غواړي د افغانستان په اړه په دې ډول منفي نظریاتو سره په افغان دولت فشار واچوي، چې په هېواد کې د امریکا د پوځي دائمې اډو موجودیت ومني.

ورځپاڼي د لویدیځو دیپلوماتانو خبرې هم راخیستې او لیکي: له افغانستان څخه د روسيي ځواکونو له وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله رژیم وکړای شول، چې درې کاله په واک کې پاته شي، مګر بالاخره رژیم ړنګ شو، په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې او د طالبانو راتګ ته لار هواره شوه.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په کابل کې د وروستیو مظاهرو په اړه لیکلې، دا مظاهرې د افغانستان د کورنیو اختلافاتو یوه مقدمه ده.

ورځپاڼې د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون د محصلانو مظاهرې ته اشاره کړې، چې له دوو اونیو راهیسې مظاهرې کوي.

د دې پوهنتون نوم د استاد برهان الدین رباني په نامه بدل شوی دی.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي: د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې قومي مخالفتونه شاته شوي وو او دا مهال چې له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زیات وخت پاته نه دی، دې اختلافاتو ته یو ځل بیا لمن وهل کیږي او د محصلانو اعتراضونه او مظاهرې د پراخو قومي اختلافاتو پیل دی، چې بالاخره به په کورنۍ جګړې بدل شي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د محصلانو له خولې لیکلي، په افغانستان کې د جګړو اصلي عاملان جګړه ماران دي او دا جګړې د استاد رباني د واکمنۍ پر مهال اوج ته رسیدلې وې، چې په زرونو بې ګناه انسانان په کې ووژل شول او کابل ښار په کنډوالو بدل شوی و.

محصلان نه غواړي، چې د افغانستان د کورنیو جګړو د عاملینو د یوه تن نوم دې په یوه علمي او ادبې مرکز کیښودل شي.