"خپلې دندې پریښودو ته اړ ایستل شوی وم"

د افغانستان د کرکټ بورډ مخکیني اجرایوي رییس ډاکټر حامد شینواري وايي، دی دې ته اړ ویستل شوی وو، چې له دندې لرې شي.

ښاغلي شینواري د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د کرکټ بورډ مخکیني مشر ډاکټرعمر زاخیلوال د ځینو کسانو د ګمارنې په برخه کې ترې ځینې عدم ادارې غوښتنې کړې وې او همدا راز د کرکټ بورډ نویو چارواکو ترې غوښتلي وو، چې یا دې خپله استعفی ورکړي او یا هم له اجرایوي ریاست څخه لرې کیږي.

د کرکټ بورډ نوي مشر ښاغلي مسعود بیا دا ادعاوې رد کړې، چې ګواکې شینواری استعفی ته اړ ویستل شوی.

په دې اړه صفي الله ستانکزی رپوټ اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د صفي الله ستانکزي راپور