په لسګونو محصلینو او د مدني ټولنو غړیو نن د ملي شورا مخې ته په مظاهري لاس پورې کړ.
معترضینو د شکیلا د دوسیې د څیړنې غوښتنه کوله؛ چې ویل کیږي، څه موده وړاندې د بامیانو د ولايتي شورا دغړي له خوا لومړی ورباندې جنسي تیری او وروسته وژل شوې وه.
یوتن معترض محمد جان قنبري وايي، له مظاهره چیانو سره په لیدنه کې د مشرانو جرګې رییس ورته وعده ورکړې، چې د شکیلا دوسیه به له بامیان څخه کابل ته را انتقال کړي.
"که چیرې د شکیلا د دوسیې په اړه رسیدګي ونه شي، په راتلوونکي کې به د شکیلا د قاتل پروړاندې سخت غبرګونونه وښییو. د مشرانو جرګې مشر له موږ سره ژمنه کړې وه، چې له بامیان څخه کابل ته د دوسیې په انتقال او د شکیلا د دوسیې د جدي څیړلو په خاطر کار کوي."
د مظاهرې یوتن ګډونوال او د وژل شوې شکیلا ورور محمد علم ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې شکیلا نږدې اته میاشتې وړاندې د سید واحدي بهشتي په کور کې وژل شوې ده.