د هلمند په لښکرګاه کې ځان وژونکی برید
Your browser doesn’t support HTML5
افغان چارواکي وايي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یوې ځان وژونکې حملې د ملي امنیت دوه کارکوونکي وژلي او د یوه بل په ګډون یې څوارلس ملکي کسان ټپیان کړي دي.
د هلمند د ملي امنیت رئیس برید جنرال نظرعلي واحدي وايي، چې دغه موټر بم چاودنه د لښکرګاه ښار د صافیانو په سیمه کې د ملي امنیت په دریمې حوزې شوې ده.
واحدي ومنله، چې د ملي امنیت مسئولینو د حملې په اړه مخکې له مخکې معلومات درلودل، خو په مخنیوي کې یې بیا هم پاتې راغلي دي.
نوموړي وویل، د برید په ځای کې په چاودیدونکو موادو بار یو موټر سایکل هم نیول شوی دی، چې د یوې بلې حملې لپاره تیار شوی و.
د دې حملې مسئولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی، چې دا رنګه حملې اکثره د وسلوالو طالبانو له خوا کیږي.