د ناټو هیوادونو دفاع وزیران نن په برسل کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي او له ۲۰۱۴ کال وروسته چې بهرنې ځواکونه له افغانستان څخه وځي؛ د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د څرنګوالي په ګډون به په یولړ مسالو بحث وکړي.
تمه ده، چې د ناټو دفاع وزیران به د افغانستان د ماموریت لپاره “د روزنې، مشورې او مرستې” یو پراخ کاري چوکاټ تصویب کړي.
د دغه کاري چوکاټ په تصویبولو سره به د ناټو پوځي کارپوهان اجازه پیدا کړی؛ چې د افغانستان ماموریت ته د یوه پراخ پلان د جوړولو کار پیل کړي.
دوی به ووایي، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د څه شمېر روزونکو او عسکرو موجودیت ته اړتیا ده او لګښتونه به یې څومره وي.