د یو غیر دولتي سازمان نوې راپور وایي، چې په پاکستان کې د تیرو دریو کلونو سیلابونو، پوځي عملیاتو او د وسله والو فعالیتونو له کبله د زرګونو کسانو بې ځایه کیدل اسلامي افراطي ډلو ته د کسانو د جلبولو او د جګړې د امکان د زیاتولو زمینه برابره کړې.
په بروکسیل کې مشته د بحران نړیوالې ډلې په خپل یو نوي راپور کې؛ خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې بشري بحران پای ته نه دی رسیدلی.
په رپورټ کې ویل شوي، چې تکراریدونکو طبعي پیښو او جګړې بشري بحران رامنځ ته کړی، چې له دې سره د زیاتو خلکو ژوند او معیشت یې له ګواښ سره مخامخ کړی؛ چې په وړاندې یې د یوه همغږي شوي اقدام اړیتا ده.
په رپورټ کې دا خبرداری هم ورکړل شوی، که د ټولو بشري مرسته کوونکو هڅې همغږي نه شي، نو د زیانمنو شویو خلکو اړتیاوې به پوره نه شي.