د امریکا د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د جمهوریت غوښتونکو د ګوند کاندید مټ رومني وایي، که انتخاب شي، په افغانستان کې به د امنیتي مسوولیتونو بهیر د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه په بریالي ډول بشپړ کړي.
مټ رومني پرون د ویرجنیا په پوځي انسټیتیوټ کې په خپله وینا کې دا ژمنه هم وکړه، چې پرې به نږدي، چې افغانان یو ځلې بیا د افراطیانو تر نفوذ لاندې راشي.
ده د بارک اوباما دا خبره هم رد کړه، چې په افغانستان کې د ده له پریکړې سره مخالفت کوونکي یوې بې پایه جګړې ته لمن وهي.