د پاکستان امنیتي ځواکونو پرون له افغان سرحد سره نژدې قبایلي سیمې ته د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف د ډلې د لاریون د ورتګ مخه ونیوله.
دا لاریون د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو پر خلاف تنظیم شوی و.
د پاکستان پوځ له جنوبي وزیرستان څخه یوازې څو میله وړاندې د دغه لاریون مخه ونیوله، چې د جګړې ضد امریکايي سازمان د غړو په شمول شاوخوا لس زرو کسانو په کې برخه درلوده.
له دې نه وړاندې په ټانک قبایلي سیمه کې لاریون ته په وینا کې د پاکستان د تحریک انصاف د ډلې مشر عمران خان خبرې وکړې:
”موږ غواړو چې متحده ایالاتو ته دا پیغام ورکړو چې څومره تاسو د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتوئ هغومره به خلک له تاسو زیاته کرکه کوي او ستاسو پر ضد به وسله پورته کړي. تاسو په خپلو بې پېلوټه الوتکو سره د قبایلو خلک نه شئ وېرولی“
له پوځ سره د یوه ساعت بې نتیجې خبرو وروسته عمران خان ټانک سیمې ته د لاریون د ستنیدو اعلان وکړ.