د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه او د بهرنيو سرتېرو په هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو جنګي قومندان او څلور تنه طالبان وژل شوي دي.
دولتي چارواکي نن سهار د سيداباد په زرنې سيمه کې دريو تنو وسله والو د سړک پر غاړه ماين خښاوو چې خپل يې ماين پرې ور چاودېدلی او درې واړه يې وژلي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي؛ چې په دې سربېره نن د همدې ولسوالۍ په اونخې سيمه کې بهرنيو سرتېرو هوايي بريد کړی دی چې په کې يې د وسله والو طالبانو يو تن جنګيره قومندان او د هغه ملګری وژلي دي.
شاهد د وژل شوي قومندان نوم ملا عزت ښيي او وايي، چې برناحقه به يې خلک وژل، د سړک پر غاړو به يې ماينونه ښخول او پر افغان سرتېرو به يې بريدونه کول.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ هم د ميدان ورګو په چک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو قومندان له پنځو ملګريو سره وژل شوی وو.