د تهران د صرافۍ لوی بازار پرون (شنبه) بیا پرانیستل شو.
څو ورځې وړاندې په نړیوالو مارکيټونو کې د ایراني ریال د سقوط پر سر د اعتراضونو سره سم د دې مارکیټ د تړل کیدو امر شوی وو.
دا مارکيټ په داسې حال کې بیا پرانیستل کیږي؛ چې د محمود احمدي نژاد حکومت اعلان غواړي؛ د اسعارو د تبادلې لپاره لوړه بیه وټاکي او په دې ډول سوداګر د خپلو تجارتي معاملو بیا پيل ته وهڅوي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژآنس (ایسنا) ویلي؛ چې د شنبې په ورځ د یوه ډالر نرخ ۲۹۰۰۰ ایراني ریالو ته را لویدلی وو.
د سه شنبې په ورځ د یوه ډالر بیه ۳۵۵۰۰ ایراني ریالو ته ختلې وه.
تر دې یوه ورځ وړاندې په ایران کې د اعتراض ضد پولیسو د تهران د لوی بازار یو شمېر صرافان د ریال د بيې په بې ساري ټيټيډو کې د لاس درلودو په تور نیولي وو.
زیات شمېر ایرانیان د ریال د را لوېدو پړه پر حکومت اچوي.
د تهران رژیم د خپلو اټمي هڅو په خاطر د غربي هیوادونو تر شدیدو بندیزونو لاندې دی.
د ملګرو ملتونو عمومی منشي بان کي مون د جمعې په ورځ وویل؛ چې د بندیزونو له امله عادي ایرانیان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.