په فلسطین کې انتخاباتې مبارزې پيل شوې.
دا په تیرو شپږو کلونو کې اول وار دی، چې په فلسطین کې د انتخاباتو لپاره سیالۍ ترسره کیږي.
د فلسطیني ادارې د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون چارواکي وايي؛ چې په لویدیزه غاړه کې د ښاروالۍ ټاکنې به د روانې میلادي میاشتې (اکټوبر) په شلمه نیټه ترسره شي.
لږترلږه پينځه زره کسان د ښاروالۍ په دې ټاکنو کې د برخه اخلي؛ چې زیات یې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس د فتح ګوند غړي دي.
په دوی کې ۱۰۰۰ تنه ښځې دي، چې ډیر شمېر یې د خپلواکو کاندیدانو په توګه را مخکې شوې دي.
دا ټاکنې د حماس او فتح ګوندونو ترمنځ د بیاپخلاینې د موافقې تر ځنډیدو وروسته ترسره کیږي.
په غزه کې د حماس اسلامپالې ډلې پر دې ټاکنو نیوکه کړې ده.
په فلسطیني اداره کې دا انتخابات په داسې حال کې ترسره کیږي؛ چې د لویدیزې غاړې خلک د نرخونو د لوړیدو څخه شکایت کوي.