د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن (یک شنبه) د "بهوټان" په وړاندې لوبه کوي.
د (اسیايي الیت کپ) په دې سیالیو کې چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون "مالدیف" ته ماته ورکړه.
د کرکټ بورد ویاند نصرت الله وفا پرون (شنبه) ازادي راډيو ته وویل؛ افغانان هڅه کوي، چې د بهوتان لوبډلې ته په ماتې ورکولو د سیالیو وروستي نیمايي ته ورسیږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د (اسیايي الیت کپ) په سیالیو کې تر اوسه له مالدیف، عمان او مالیزیا څخه لوبې ګټلې دي.