د اسراییل پوځ پرون (شنبه) وویل، چې د مدیترانې د لوري څخه د دوی هوايي حریم ته ور اوښتې، بې پيلوټه الوتکه یې وویشته.
د اسراییل د دفاعي ځواک ویاندې څرګنده کړه، چې د دوی د ځمکنۍ څارنې ډلو د شنبې په سهار د دې بې پيلوټه الوتکې د ور اوښتلو خبر ورکړ.
دا بې پیلوټه الوتکه د اسراییل فضا ته تر ننوتلو ۲۰ دقیقې وروسته د اسراییلي جیټ الوتکو له خوا وویشتل شوه.
د اسراییل مطبوعات وايي، چې په دې بې پیلوټه الوتکه کې چاودیدونکي مواد نه دي موندل شوي، نو غالباً د څارنې لپاره ورغلې وه.
ښايي په دې کې د لبنان د "حزب الله" سخت دریځې ډله لاس ولري؛ ځکه تر دې مخکې یې هم ورته کار کړی دی.
د اسراییل د دفاع وزیر "ایهود بارک" په یوه اعلامیه کې ویلي؛ چې اسراییل دا تیری ډیر جدي انګیري او وروسته به یې ځواب ورکړي.