افغان او ايساف ځواکونه وايي، په ميدان وردګو ولايت کې یې درې کسان چې د ځان وژونکو حملو نیت یې درلود، وژلي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد نن وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ګډو ځواکونو له خوا په دغو عملياتو کې چې د يوه استخباراتي راپور له مخې ترسره شوي، درې ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.
د والي وياند وايي، چې ګډو ځواکونو د دغو عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.
بل خوا ايساف ځواکونو د هغه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړى، چې د دوى په وينا، د ميدان وردګو د چک د ولسوال په وژلو کې يې لاس درلود.
د چک ولسوال محمداسماعيل وفا شاوخوا دوه مياشتې مخکې د ولسوالۍ ودانۍ او خپل کور ته نږدې له خپل زوى سره و وژل شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.