د امریکا د پالیسي په اړه د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې تریخ تاریخي واقعیتونه دي

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي، له ترهګرۍ سره د په مبارزه کې د امریکا د پالیسۍ په اړه د جمهور رییس وروستۍ څرګندونې تریخ تاریخي واقعیتونه دي.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا له جمهور رییس کرزی غوښتي وو، چې د انتقادونو پر ځای د امریکايي عسکرو د قربانیو له امله مننه وکړي.

خو د جمهور رییس د ویاند مرستیال احمد ضیا سیامک هروي ازادي راډیو ته وویل:

"د افغان ولسمشر حامد کرزي څرګندونې د تیري پنجشنبې په ورځ د افغانستان یوه تاریخي او تریخ واقیعت بیانوي. د افغان ولسمشر انتقادات پر ځای و او هیڅ تړاو یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تلفاتو ته نه درلودل."

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبرې غونډې ته وویل؛ چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه په دې کې پاتې راغلي؛ چې هغه وسله وال چې په افغانستان کې بریدونه کوي او بیا بیرته په ګاونډي پاکستان کې پناه اخلي، تعقیب کړي.