راپورونه وايي، د سوريې جنګي الوتکو او توپخانو حمص ښار په نخښه کړى؛ دا په تېرو پنځو مياشتو کې تر ټولو درنه بمباري ګڼل شوې؛ چې په دې مرکزي ښار کې کېږي.
د ولسمشر بشارالاسد د رژيم په وړاندې د اتلس مياشتني پاڅون پر مهال حمص د شخړې اصلي مرکز پاتې شوى دى.
ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د ٢٠١١م کال له مارچ مياشتې راهيسې په روان تاوتريخوالي کې ٢٠ زره کسان وژل شوي، خو فعالان بيا د وژل شويو شمېر تر ٣٠ زرو زيات ګڼي.
په عين حال کې ياغيان وايي، دوى له دمشق څخه ليرې د هوايي دفاع يوه اډه او د توغنديو يو زېرمتون نيولي دي.
فعالان دغه راز وايي، د سوريې په ختيځ کې يوه پوځي الوتکه راغورځول شوې ده.