په پکتيا مرکز ګردېز کې د سوېل ختيځ زون د سيمه يزې موسيقي د کنسرت د سولې د پيغام رسولو په نوم جوړ شو چې زرګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه؛ دغه کنسرت ته چې د ګوتو په شمار سندرغاړي وربلل شوي و خو بيا يې هم د سولې ګڼې سندرې د موسيقۍ په سور او تال کې زمزمه کړې.
دلته چې د ژوند رنګونه د بارودو تورلوګي ساه اخیستو ته نه دي پرې ايښي، بيا هم ژڼي غوړې څڼې د موسيقۍ په ميدان کې ګرم تاويږي او اتڼونه کوي، د موسيقۍ دا ميدان په پکتيا کې په لومړي ځل د کنسرت په ډول د سولې د پيغام رسولو په نوم جوړ شوی و چې په زرګونه ځوانان او خال، خال سپينږيري په هغه تالار کې ورته راټول شوي و چې په ديوالونو يې د سپينو کوترو،سپين د سولې تصويرونه راځړېدلي و.
د ګوتو په شمار سندرغاړي د سولې دې کنسرت ته وربلل شوي و، خو ټولو په خپل خپل وار د سولې زمزمې کولې، او د موسيقي په سور او تال کې يې ويل جنګ دې ورک وي،جنګ دې نه وي،سوله ښه ده،چې د رباب د تارونو له ټنګا سره د دې سندرو بدرګه د مرګ ژوبلو له نوم څخه ستړيو اورېدونکو په چکچکو کوله، خو ډېرو ځوانانو د مينې،وفا او ښکلا د ستاينو سندرې بې ګډا پرېنښودې او د تالار په خپلو چوکيو کې به پورته کېدل او ګډېدل.
د کنسرت نه وړاندې د غونډې سمبالوونکو او ځينې ځوانانو د سولې په اړتياوو خبرې وکړې، د سولې چغې سولې ته تږو ځوانانو کولې او په خپلو همځولو يې غږ کاوه چې هيواد د خپل فکر او زده کړې پر مټ د جنګ له ډګره وباسي او د سولې په ميدان يې بدل کړي.
محمد اسمعيل لاروی هغه ځوان و چې د جنګ په اړه يې ځوانانو ته د خبرو ترڅنګ د يو چا خاطره ورسره شريکه کړه:
“ما چې کله د کليد اونيزې له پاره د ژوند کيسو پروګرامونه جوړول نو يو چا راته کيسه کوله چې زه مې د هجرت پر مهال مور په زانګو کې د مجبوريتونو له وجې پرې اېښی وم، بيا مې څوک خپلوان راغلي و او وړی يې وم، کله چې يو څوک جنګ دومره ځپلي وي، سولې ته به څنګه نه وي تږی؟ نو سوله د هر چا ضرورت ده او په دې هيله چې سوله قايمه شي.”
دسيميزې موسيقي دغه کنسرت په ګردېز کې د يوناما سيميز دفتر،اطلاعات او فرهنګ رياست او اوښتون کلتوري ټولنې له خوا جوړ شوی و، چې پکې تر ۲۰۰۰ زياتو ځوانانو چې ډېره برخه يې د پوهنتون محصلين او ښوونځيو زده کوونکي و برخه اخيستې وه.
په پکتيا کې ډېر ځله د سولې په نوم غونډې جوړې شوې خو دا چې د کنسرت جوړېدو اړتيا څه وه،د پکتيا اطلاعات او فرهنګ ريس محمد شفا مشفق وويل :
“په پکتيا کې ډېرې غونډې د سولې په نوم جوړې شوې دي د ټولنې هر ډول خلکو پکې برخه اخيستې، قومي مخورو، ښځو اداري ريسانو، ملا امامانو او نورو خو ځوانانو ته خاص پام نه و شوی، نو موږ وپتيله چې د سولې پيغامونه تر ځوانانو د موسيقۍ په رنګينو پردو کې ورسو.”
د موسيقي په سر او تال کې د مينې نغمې به خدايزده چې د اخ و ډب په ښکېلو غاړو څه اغيز ولري او که نه؟! خو د ګڼو هغو ځوانانو خاموشي هنرمندانو د خپل غږ او هنر په زور ووژله چې شعار ورکوي، جنګ دې ورک وي، جنګ دې نه وي.
د يادونې وړ ده چې په دغه کنسرت کې د خوست،پکتيا او پکتيکا سندرغاړو ګډون درلود چې د خوست څخه ګل روف شوقي، له پکتيکا څخه رحمان خروټی او له ګردېز څخه پکې سلام او دوري د نورو په ګډون برخه لرله.