کوسوو د ښځو د نړېوال کنفرنس کوربه دی

د کوسوو مرکز پریشتینا د ښځو د نړېوال کنفرنس کوربه دی، د کوسوو جمهوره رئیسه عاطفیت یحیاګا وایي، دغه درې ورځنې کنفرنس ته د نړۍ له بېلا بېلو برخو څخه ښځې راغلې، د ښځو د اقتصادي توان د زیاتولو او د سیاسي شراکت په ګډون، د ښځو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کوي:

“موږ له مختلفو کاري سابقو، بېلابېلو نژادونو، تجربو او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه دلته په پریشتینا کې راټولې شوي یو، چې په ګډه کار وکړو او د خپلې سېمې او نړۍ د ستونزو لپاره ځوابونه او حل پیدا کړو.

موږ به د سیاسي شراکت، اقتصادي توانمندۍ مسلې حل کړو او د امنیت په برخې کې د ښځو په ونډې به هم خبرې وکړو”.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلرې کلنټن د ویدیویي تړاو له لارې وویل، دا کنفرنس د اقتصادي فرصتونو د رامنځ ته کولو، سیاسي پرمختګ او ټولنیزې برابرۍ په اړه د تفاهم د پراختیا معنی لري.

کلنټن زیاته کړه، موږ د ښځو مفکورو، انرژۍ او لید ته اړتیا لرو.

په دې کنفرانس کې د سلو هېوادونو ښځو ګډون کړی او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره مدیلن البرایټ هم په کې ده. دا وایي:

“لکه څنګه، چې مې تل ویلې، په هر هېواد کې ډموکراسې ګرانه ده، خو په هر هېواد کې له ښځو پرته ډموکراسي ناممکنه ده”.

کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې له سربیا څخه خپلواکې تر لاسه کړې او د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړیو هېوادو څخه ۹۱ هیوادونو په رسمیت پیژندلې، مګر په دې سازمان کې لا هم د یوه خپلواکه هېواد څوکۍ نه لري.