اخوان المسلمین ډلې د اردن په مرکز عمان کې نن د مظاهرې غږ کړی

اخوان المسلمین ډلې د اردن په مرکز عمان کې نن د مظاهرې غږ کړی تر څو په شاهې نظام زور واچوي، چې د دوي په وینا، د سیاسي بدلونونو ورو حرکت ګړندی کړي.

اخوان المسلمین ډله هیله منه ده، چې د عربو د سپرلې له پیل راهیسې به دا د دې ډلې ستره مظاهره وې.

د اردن پاچا عبدالله د پنجشنبې په ورځ حکومت پلوی پارلمان منحل کړ او د اساسي قانون پر اساس یي انتخاباتو ته لار خلاصه کړه. تمه ده، چې د راتلونکې عیسوي کال په سر کې به انتخابات وشي.