د روسیې د ناارامه جمهوریت داغستان پولیس وايي، چې د پنجشنبې په ورځ یې څلور مشکوک وسله وال ووژل.
امنیتي چارواکي وايي، دې وسله والو وروسته له هغه پر پولیسو ډزې وکړې چې موټر یې د بویناکسک Buinaksk ولسوالۍ په لویه لاره کې ودرول شو، خو پولیسو په ځوابي ډزو کې څلورواړه ووژل.
په دې نښته کې پولیسو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پولیس وايي، یو برید کوونکي صدیق علییوف نومېږي چې د پولیسو پخوانی منصبدار و او دوهم یې کازي مګمېد شباګیف دی چې په دې وروستیو کې له بنده خوشې شوی.
پولیسو د بریدکوونکو په موټر کې وسله او مهمات هم موندلي دي.
داغستان چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، په وروستیو څو کلونو کې د شمالي قفقاز سیمې په یوه ډېر ناامنه جمهوریت بدل شوی.