د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې پرون امریکا ته خبرداری ورکړ، چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو دوام د تروریزم پرضد په جګړه کې د ناکامۍ خطر زیاتوي.
حنارباني کر وویل، چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو تاوان تر ګټې زیات دی ځکه په موازي ډول خلکو ته زیان اړوي.
دې زیاته کړه، چې د تروریزم پرضد جګړه د امریکا او پاکستان ګډ هدف دی خو پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو حملې، په دې جګړه کې د ناکامۍ خطر زیاتوي.
په ګډه مطبوعاتي غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم پر قبایلي سیمو د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د حملو په وړاندې د پاکستان له انتقادونو ملاتړ څرګند کړ، او زیاته یې کړه چې د مسکو او اسلام آباد دریځونه ورځ په ورځ نژدې کېږي.
مېرمن رباني کر هم دا تایید کړه، چې اسلام آباد او مسکو په افغانستان او نوره نړۍ کې د بحرانونو په اړه ورته دریځ لري.