افغان حکومت له پنجشیره د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزه اواروي

افغان حکومت په پام کې لري، چې له پنجشیر درې څخه د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزه اواره کړي.

په ساختماني چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار یوسف پښتون پرون ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې پروژې د ډیزاین کار پیل شوی دی.

د ښاغلي پښتون د اټکل له مخې پردې پروژه شاوخوا څلورنیم سوه میلیونه ډالره لګښت راځي او د مرستندویانو د منظورۍ په صورت کې به یې د رغونې چارې په اتو کلونو کې بشپړې شي.

په پام کې ده، دا پروژه به په اوسني او نوي کابل کې د نژدې درې میلیونه وګړو د اوبو د کمښت ستونزه اواره کړي.