د ننګرهار په خوګياڼو کې یوې چاودنې پنځه تنه ځوانان ټپيان کړي

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې یوې چاودنې پنځه تنه تنکي ځوانان ټپيان کړي دي.

د کږې روغتون یوه کارکوونکي ډاکټر قدوس ویلي، چې د خوګياڼو ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې یوه ناچاودې مرمۍ پرته وه او یو څو تنو ځوانانو غوښتل، چې دا مرمۍ اور ته واچوي، چې په همدې مهال کې پرې چاودلې ده.

د قدوس په خبره په دغه چاودنه کې پنيځه تنه تنکي ځوانان ټپيان شوي دي، چې د خوګياڼو کږې روغتون ته لیږدول شوي دي او روغتيايي حالات يي نازک ښودل شوی دی.

د خوګياڼو ولسوال سیدالرحمن ازادۍ راډيو ته پېښه تایید کړې او په دې اړه يي نور جزیات نه دي ورکړي.