د اسیا ایلیټ جام کرکټ په سیالیو کې افغانستان نن په شارجه کې له عمان سره لوبه کوي.
افغان ډلې پرون په ابوظبۍ کې د همدې جام په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې مالیزیا ته په شپږ دیرش منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلیو پنځوس اورونو کې دوه سوه څلوردیرش منډې وکړې او په ځواب کې یې مالیزیا یوازې یو سل او اته نوي منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري ګلبدین نایب ډیر ښه باولینګ وکړ، د مخالف لوري درې لوبغاړي يې وسوځول او په اوو اورونو کې یې یوازې اوولس منډې مالیزیا ته ورکړې.
د منډې جوړونکو په ډله کې د افغانستان له لوري سمیع الله شینواري شپږ پنځوس منډې وکړې او په ده پسې محمد نبي ډیر رنزونه وکړل، چې په اووه څلویښتو وسوځید.