یو ځان وژونکي، چې غوښتل يې د کندهار ولايت پر امنيې قوماندان حمله وکړي نن د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو .
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادي رادیو ته وویل، چې نیول شوی کس د پاکستان د چمن ښار اوسیدونکی دی او غوښتل يی، چې د اغوستي واسکټ په وسیله پر امنېي قومندان جنرال عبدالرازق ځان وژونکي حمله وکړي.
د فیصل په وینا نیول شوي کس غوښتل، چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د امنېي قومندان کور ته ننوزي.
پر جنرال عبدالرازق یوه میاشت مخکې په کندهار ښار کې حمله وشوه، چې نوموړي د۲۰ نورو کسانو سره په کې ټپي شو.