د سوریې په حلب نن په درېیو بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي

راپورونه وایي، د سوریې د شمالې ښار حلب په مرکزي برخې کې، چې د حکومت تر واک لاندې ده، نن په درېیو بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي، چاودنې د پوځې افسرانو یو کلوب ته نږدې شوې، دا ډله وایي، وژل شوي او ټپیان پوځيان دي.

د سوریې دولتي تلویزیون وایي، چاودنې تروریستانو د موټر بم پواسطه کړې.

دولتي رسنۍ د بشار الاسد د رژیم مخالف وسله وال تروریستان بولي.

له څو اونیو راهیسې په حلب ښار کې د حکومتې ځواکونو او یاغیانو تر منځ خونړۍ جګړې روانې دي او سېمې په کې لاس په لاس کیږي.