والي داوود شاه سبا په هرات کې د مسلکي ښوونکو د کموالي په اړه اندیښنه ښودلې

د هرات والي دغلته د مسلکي ښوونکو د کموالي په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د ښوونکې د ورځې په مناسبت خپلو څرګندونو کې د هرات والي داوود شاه سبا د دې ولایت د پوهنې وضیعت غیر مناسب وبلله:

(زموږ په ولسوالیو کې د پوهنې وضیعت د منلو وړ نه دی، تیر کال زموږ له لوې ولسوالۍ شین ډنډ څخه یوازې ۶ زده کونکي وتوانیدل، چې لوړو زده کړو ته بریالي شي. په څو نورو ولسوالیو کې یو تن هم لوړو زده کړو ته لاره نه ده پیدا کړې.)

د پوهنې وزیر، چې په دې غونډه کې يې ونډه درلوده ژمنه وکړه، چې د هرات د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره به ګامونه واخلي.