د هند د پوځ یو متقاعد جنرال چې درې لسېزې وړاندې یې د سکانو په یوه معبد باندې د حملې امر ورکړی وو، په لندن کې ټپې شوی دی.
اته اویا کلن کولدیپ سنګ برابر لندن ته په یوه شخصي سفر تللی او د یکشنبې په ورځ ورباندې د لندن ښار آکسفورډ سرکس ته نږدې د خلکو په ګڼې ګوڼې کې څلورو تنو وسله والو حمله وکړه او په غاړه کې یې په چړو وواهه.
متقاعد جنرال برار له حملې وورسته روغتون ته انتقال شو او له درملنې وروسته رخصت شو.
د لندن پولیس وایي، دا حمله د قتل هڅه وه، خو د حملې انګېزه یې نه ده په ډاګه شوې.
برابر وایي، په ده باندې دا حمله په ۱۹۸۴ کال کې د امرتسر په طلایي معبد باندې له حملې سره تړاو لري.
هغه مهال امنیتي ځواکونو له معبد څخه د بنسټ پالو سکانو د ایستلو په مقصد حمله کړې وه او په عملیاتو کې شاوخوا زر کسان وژل شوې وو.