ملګرو ملتونو پر سوریې انتقاد کړی، چې د دغه هېواد حکومت د وژونو او بشري حقونو څخه د سرغړونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون ویاند وویل؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون د سوريې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره په کتنه کې نوموړي ته په دې اړه چې په سوریه وضیعت لا پسې په خرابیدو دی، خپله مایوسي څرګنده کړه.
د بانکي ویاند مارټن نیسیرکي وویل:
"د ملګرو ملتونو سرمنشي په دوامداره توګه د وژونو، ورانۍ، له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د حکومت له خوا د توپخاني د استعمال موضوع په سختو الفاظو سره موضوع مطرح کړه.
هغه ټینګار وکړ، چې په ورځني ډول وژل کیدونکي کسان د سوريې خلک دي. هغه د سوريې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، په خپلو خلکو باندې زړه وخوږوي."
د سوريې د بهرنیو چارو وزیر بیا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې متحده ایالات، سعودي عربستان، قطر او ترکیه تورن کړه؛ چې د سوريې د حکومت ضد وسله والو یاغیانو سره په مرستې سره د تروریزم ملاتړ کوي.
ولید المعلم وویل، دا غوښتنه چې ولسمشر بشار الاسد دې له واکه لرې شي، د سوريې په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.