د بحرین سترې محکمې نن د ۹ تنو روغتیايي کارکونکو د بند موده اعلان کړه

د بحرین سترې محکمې نن د ۹ تنو روغتیايي کارکونکو د بند موده اعلان کړه، چې تیر کال د ډیموکراسۍ په پلوي په پاڅون کې د لاس درلودو په خاطر مجرم پيژندل شوي دي.

دا مسله په نړېواله کچه غندل شوې ده.

په خلیج کې د امریکا د متحدو ایالاتو په دې نږدې متحد هېواد کې د تیر کال راهیسې د اکثریت شعیه ګانو له خوا د واکمن سني اقلیت پر ضد ناکرارۍ روانې دي.

د بحرین دولتی خبري اژانس (BNA) نن وویل، چې محکمې د دې کسانو وروستۍ دفاعیه رد کړه او پر مجرم پیژندل شویو کسانو یې د یوې میاشتې څخه تر پینځو کلونو قید حکم وکړ.


دا ۹ تنه هغه ډاکټران او نرسان دي، چې تیر کال یې د بحرین د مرکز (مانامه) په یوه روغتون کې د ډیموکراسۍ لپاره په اعتراضي مظاهرو کې د زخمیانو درملنه کړې وه .

لږ تر لږه ۹ تنو نورو روغتیايي کارکونکو د یوې ټيټې محکمې څخه برات واخیست.

داسې انګیرل کیږي، چې هغه دوه تنه ډاکټران، چې د پینځلس کاله بند حکم ورباندې شوی، پټ او یا هم د دې هېواد څخه وتلي دي.