د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې یې یو تن نیولی دی چې د ځان وژونکې حملې نیت یې درلود.
د ملي امنیت د ریاست د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه له هېواد بهر روزل شوی و او هڅه یې کوله د زرمت په ولسوالۍ کې په افغان او بهرنیو ځواکونو باندې ځان وژونکې حمله وکړي.
ښاغلي طاهري په ډاګه نه کړه، چې دغه کس څه وخت نیول شوی دی.