په بنګله دیش کې مسلمانو اعتراضیانو د بودايانو پر کليو حمله کړى

راپورونه وايي، په سلګونو مسلمانو اعتراض کوونکو د بنګله دېش په جنوب ختيځ کې د بودايانو پر کليو حمله کړى، په لسګونو کورونو او عبادت ځايونو ته يې اور اچولى دى.

دا حمله د شنبې په ورځ ناوخته پر فیس بوک د داسې یوه عکس تر خپریدو وروسته پيل شوه، چې د قران مجید د سوځول شويو نسخو بلل شوی وو.

دا تاوتريخوالى پرون هم روان وو او لږ تر لږه شل تنه زخمیان شوي دي.

په سیمه کې ګرځ بنديز اعلان شوى او امنيتي ځواکونه په کوڅو کې ګزمې کوي.

اعتراض کونکو یو بودايي هلک د دې عکس په خپرولو تورن کړی دی، چې دا مهال په توقيف کې دى.

دا لانه ده څرګنده شوې، چې دا عکس به ریښتیا هم د دې هلک له خوا خپور شوی وي.

د بنګله دیش د کورنیو چارو وزیر دا د اقلیت بوداییانو په ضد مخکې له مخکې پلان شوی، ډله ییز، قصدي تشدد بللې دی .

بودايیان د بنګله دیش د نږدې یونیم سل میلیون نفوس څه کم یو فیصد جوړوي.