د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د خوست ښار په نننۍ ځان وژونکې حملې کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او شپږ څلویښت نور ټپيان شوي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، په حملې کې څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپيآن دي.
وسله والو طالبانو د پيښې مسئولیت منلی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه پيغام کې د اتو بهرنیو سر تیرو د وژلو ادعا کړې.
د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي، چې په دې حملې کې بهرنیو عسکرو مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق ارقام یې نه وړاندې کوي.
ناټو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.