د ننګرهار د خوګياڼو د وزیرو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

د ننګرهار چارواکي وايي، چې د خوګياڼو د وزیرو په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو ویاند ادریس مومند ازادۍ راډيو ته وویل، نن سهار شاوخوا پر شپږو بجو وسله والو طالبانو د خوګياڼو د وزیرو په سیمه کې د سرحدي پولیسو او ملي اردو پر مرکزونو بریدونه پيل کړل.

د نوموړي په خبره وسله وال طالبان هم د دوی سختو ځوابي بریدونو سره مخ شول، چې دغه نښته اوس هم روانه ده.

مومند وايي، دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته، خو په خبره يې وسله وال برید کوونکي يې شاتګ ته اړ کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.