يوې سخت دريځې ډلې په سوريه کې يوه ويډيو خپره کړې

راپورونه وايي، يوې سخت دريځې ډلې، چې په سوريه کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي، يوه ويډيو خپره کړې او په کې ويلي يې دي، چې پنځه يمني پوځي افسران يې چې د ١٨ مياشتني پاڅون د کرارولو لپاره لېږل شوي وو، نيولي دي.

دغه ويډيو د النُصره جبهې له خوا په يوه جهادي پاڼه کې خپره شوې، چې په ملکي جامو کې پنځه کسان په کې ښکاري او د يمن له حکومت څخه غواړي چې د بشارالاسد د رژيم له ملاتړه لاس واخلي.

په ويډيو کې د يمني پوځي د پنځو کسانو پېژند کارډونه هم ښوول شوي، دوى ويلي چې د سوريې په شمالي ښار حلب کې يې وظيفه ترسره کوله، دغه ښار د دولت پلوه ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د جګړې کليدي مرکز دى.