د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو نړېواله اداره یا ډبلیو ایف پي وايي، په یمن کې د سیاسي بې ثباتۍ او په نړۍ کې د خوړو او تیلو د بیو د لوړیدو له کبله د یمن د نفوس نژدې نیمايي برخه هره شپه په لوږه ویده کیږي.
دا اداره وايي، دغه عربي هېواد چې اړ دی خپل د اړتیا وړ ډیر خوراکي مواد له نورو هېوادونو وارد کړي، د ماشومانو د خوارځواکۍ له درکه د نړۍ په کچه درېیم ځای لري .
په یمن کې له تیر کال راهیسې چې د دې هېواد د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د واک پر ضد مظاهرې پیل شوي حالات ستونزمن دي .
د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د ادارې ویاند بیري کیم پرون وویل، په دې هېواد کې لس میليونه خلک هره شپه په لوږه ویده کیږي.
دا هېواد پنځه ویشت میليونه نفوس لري.