د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان پرون وویل، چې په هېواد کې یې د پوځي کودتاګانو دوره تېره شوی او ترکیه دا مهال د نورو اسلامي هیوادونو لپاره یوه نمونه ده.
اردوغان دا څرګندونې د واکمن عدالت او ترقۍ ګوند په لویه غونډه کې وکړې.
سږکال په ترکیه کې د عدالت او ترقۍ د ګوند د واک لسمه کالیزه ده، چې په بهير کې یې ترکیې له اقتصادي پلوه ښه وده وکړه او د سیمې په کچه راپورته شو.
د عدالت او ترقۍ ګوند، چې اسلامي ريښې لري د ترکیې سیکولر سیستم یې وساته، خو په عین حال کې یې په دې هېواد کې د پوځي کودتاو مخه ونیوله.
د ترکیې سیکولر پوځ د ۱۹۶۰ م کال راهیسې په دې هېواد کې درې پوځي کودتاوې کړي او په ۱۹۷۹ کال کې یې په ترکیه کې یو اسلامي حکومت په زور ړنګ کړ .
په غونډه کې د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان او د مصر ولسمشر محمد مرسي چې میلمه و، د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد سخت انتقادونه وکړل او د نوموړي له مخالفانو سره یې د ملاتړ ژمنه وکړه.
رجب طیب اردوغان د بشار الاسد د رژیم د ملاتړ له کبله پر ایران، روسیې او چین هم انتقاد وکړ:
”موږ به له خپلو سوريايي وروڼو سره هغسې چلن وکړو چې موږ ته پکار دی ، خو دلته باید موږ پر روسیې، چین او ایران غږ وکړو، چې لطفاً دې پر خپل چلن بیا کتنه وکړي، تاریخ به هیڅکله ظالمان ونه بخښي”
د مصر ولسمشر محمد مرسي هم ژمنه وکړه چې د مستبد رژیم تر پای ته رسیدو پورې به د سوريې د حکومت د مخالفانو ملاتړ وکړي.