د جلال اباد په ښار کې یوې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

بیګا ماښام ناوخته د جلال اباد په ښار کې یوې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، دغه چاودنه د عیدګاه مسجد مخې ته د ټایرونو په یوه دوکان کې وشوه.

نوموړی وايي، له وړاندې نه په یوه ټایر کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي و، چې د چاودنې له امله یو موټر ویجاړ او دوه تنه ملکي وګړي په کې ټپیان شوي وو.

د دې چاودنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستی.