دفاع وزارت د میدان وردګو د وروستۍ پېښې په اړه څېړنې پیل کړي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، په میدان وردګو ولایت کې د افغان او بهرنیو عسکرو ترمنځ د یوې نښتې په اړه چې دواړو خواو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې تحقیقات کوي.

د دفاع وزارت په دې اړه یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې؛ خو د مرګ ژوبلې دقیق ارقام یې نه دي ورکړي.

خو مخکې تر دې د میدان وردګو ولایت یوه چارواکي د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډیو ته وویل؛ چې په نښته کې دوه بهرني عسکر وژل شوي، درې ټپيان دي او د ملي اردو درې عسکر هم وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي.

دغې سرچینې وویل، نښته وروسته له هغې وشوه، چې د بهرنیو عسکرو ترڅنګ د هاوان یوه مرمۍ ولګیدله او بهرنیو عسکرو پر افغان عسکرو شک وکړ. په دې پيښه کې د وژل شویو بهرنیو عسکرو هویت تراوسه نه دی په ډاګه شوی.