په لسګونو زره کسانو پرون د ګرجستان په مرکز تبليسي کې لاريون وکړ، چې د دوشنبې د ورځې په پارلماني انتخاباتو کې يې د ګرجستان د ”ډريم“ له ایتلاف او د هغه له مشر "بيدزينا ايوانيشويلي" څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.
"ايوانيشويلي" د خلکو ډلې ته په وينا کې وويل، د ګرجستان اوسنى حکومت دغه هېواد د ډيموکراسۍ او څارنې په پلمه د (بُن بست) خوا ته بيايي:
”موږ هغه ډله يو چې تاسې ورباندې باور کولاى شئ. هغه ډله يو چې قدرت به په خپل لاس واخلو او د خلکو په ګټه به يې وکاروو. موږ بايد په انتخاباتو کې ګټونکي شو.“
ده ادعا وکړه، حکومت نه يوازې په هېواد کې د ستونزو د حل لپاره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلى، بلکې ستونزې يې زياتې کړې دي.
د مخالفانو دا لاريون وروسته تر هغه کېږي، چې واکمن متحد ملي غورځنګ هم د جمعې په ورځ يو لاريون وکړ؛ چې شا و خوا ٧٠ زره کسانو په کې برخه اخيستې وه.