د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن وایي، ایران د سوریې د رژیم تر ټولو مهم شا رګ دی.
کلنټن د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنګ کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویل، راځۍ چې په ډاګه وغږیږو، ایران د سوریې د رژیم تر ټولو مهم شا رګ دی.
تېره اوونۍ یوه جګ پوړې ایراني ډپلوماټ په ډاګه وویل؛ چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب غړي په سوریې کې فعالیت کوي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې تهران به په دمشق کې د خپل نماینده او دوست د ساتنې لپاره هر څه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې دغه راز د سوریې مخالفانو ته د نویو وسایلو لپاره چې تر ډېره حده مخابراتي وسایل دي، د پنځلسو میلونو ډالرو او د بشري مرستو لپاره د دیرش میلونو ډالرو د مرستو ژمنه وکړه.
د امریکا متحده ایالاتو د سوریې مخالفانو ته ټول ټال د بشري مرستو لپاره د ۱۳۰ میلونو ډالرو مرستې او وسایلو لکه له سټلایت سره د تړلو کمپیوترونو، ټيلفونونو او کمرو لپاره د ۴۰ میلونو ډالرو د مرستو وړاندېز کړی دی.
فرانسې او انګلستان هم د سوریې مخالفانو ته د میلونو ډالرو مرستو ژمنې کړي دي.