روسيې د سوريې حکومت د مخالفانو پر ملاتړ کوونکو هېوادونو نیوکه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لافروف پر هغو هېوادونو انتقاد وکړ؛ چې د سوریې د جمهور رییس بشار الاسد د مخالفانو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، دا کار سوریه یوې پراخې کورنۍ جګړې ته ټیل وهي

لافروف د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل؛ د سوریې شخړې باید د یوه پراخ اوربند، د بندیانو د خوشې کولو او بشري مرستو له لارې حل شي. په دې کار سره به د سوریایانو تر منځ ډیالوګ ته شرایط برابر شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره وویل؛ د جینیوا تړون چې په تېر جون میاشت کې منل شوی و او د بشار الاسد د لرې کېدو غږ نه کوي، باید د هر ډول انتقال اساس شي:

“کوم کسان چې د جینیوا د اعلامیې د عملې کیدو مخالفت کوي، ځان ته ستر مسولیتونه متوجه کوي. دا کسان یوازې د حکومت له خوا په اوربند ټينګار کوي او مخالفان دښمنیو زیاتولو ته هڅوي. په دې کار سره دوی سوریه ژورې کندې او وینو تويېدو ته ټيل وهي”.

په مسکو تور دی چې د سوریې د اتلس میاشتنې بحران د ختمولو لپاره د هلو ځلو مخه نیسي او د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې د اسد پر رژیم باندې د بندیزونو د نه تصویب لپاره د ویتو له صلاحیت څخه کار اخلې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو د ملګرو ملتونو امنیت شوری باندې انتقاد وکړ؛ چې د سوریې په شخړې کې په ټپه ولاړه ده.