لوګر: په ګډو پوځي عملیاتو کې د حقاني ډلې یو قومندان شوی دی

ایساف ځواکونه وايي، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه یې د لوګر په برکې برک ولسوالۍ کې د حقاني شبکې یو پژندل شوی قوماندان وژلی دی.

د دغو ځواکونو له خوا نن په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي؛ چې دغیرت په نوم دغه قوماندان یې له یوبل کس سره پرون په هوايي برید کې وژلی دی.

اعلامیه زیاتوي طالب وژل شوي قوماندان په سیمه کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته په ماینونو اېښودلو او وسله والو بریدونو کې لاس درلود.

تراوسه په دې اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.