د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ۲۲ وسله والو د وژلو خبر ورکوي.
دغه وزارت نن د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایي، چې دغه عملیات تازه د افغان ځواکونو له خوا په کندهار، ارزګان، لوګر، عزني، خوست، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
اعلامیه وایي، چې په دې عملیاتو کې د ۲۲ وسله والو مخالفینو له وژل کیدو سربیره یوویشت نور نیول شوي.
وسله والو طالبانو بیا دغه ادعا رد کړې او په یوې اعلامیې کې یې په بیلابیلو سیمو کې په تیرو څلوریشتو ساعتونو کې افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د رسیدو ادعا کړې ده.
بل خوا د دفاع وزارت هم په یوه رالیږلې خبر پاڼه کې د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې د څلورو وسله والو د وژلو خبر ورکوي.