په بغلان کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د سړي تښتوونکی له منګلو وژغورل شوه

د بغلان امنیتي چارواکو د اختطاف کوونکو له منګلو څخه یوه دولس کلنه نجلۍ چې جنسي تیری هم پرې شوی، خلاصه کړې ده.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سید زمان الدین حسیني خبریالانو ته وویل؛ چې دغه نجلۍ څو ورځې وړاندې د شپې له خوا د دې ولایت په خنجان ولسوالۍ اختطاف شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې اختطاف کوونکو د نجلۍ د تره ځوی وژلي او د اختطاف په دوره پرې جنسي تیری هم شوی دی. حسیني وویل، په دې پيښه کې د لاس لرلو په تور دوه کسان هم نیولي دي.